نورباید دامریکا په انتظار وخت دلاسه ورنه کړو
رحمت اله روان رحمت اله روان

کوم وخت چه په امریکا کی دازادو انتخاباتو په نتجه کی دبوش دقدرت دوره پای ته ورسیدله او هلته دبارک اوباما تر مشری لاندی نوی اداره را منځ ته شوه داسی معلو میده چه نور نو دامریکا توجه دعراق وافغا نستان ته شوه او په عین حال کی دامریکا دنوی ولسمشر نوې ، تازه ،معنی درلودنکی او د مفهومه ډکی ویناوی او مصاحبی ددی شکارندویی وی چه دافغا نستان د کړکیچ حل د ولسمشر د کارونو په لمړی توب کی قرلر لری او ډیر ژر به دحل یوه منا سبه لاره پیدا شی او افغا نانو په خارج او داخل کی داوباما وکړنو ته انتظار درلود،که په لنډه توګه ووایم بالاخره نتجه داشوه چه هرځه دکاغذ په مخ او دتلویزینو په پردو باندی پاته شول تنها او باما وکولای شول چه ځوزره نظامی فوځونه وافغا نستان ته راولیږی او په عین حال کی یی د فوځی قومندانانو په تغیر اوتبدل په افغا نستان کی شروع وکړه او دامر یکا دخاصو قواو قومندان چه په عراق یی ښه بریا لیتوبونه درلودل شاغلی کرستیل د ټولو قواو دعمومی قومندان په توګه وافغا نستان ته راولیږی او ده نوموړی په باب مخکی تر مخه داسی تبلغات کیدل چه دا ډیر غشتلی ،دلاور او دصدام حسین نیونکی ،لږخوب کوی،کمه ډوډی خوری،په ولاړو پښو ډیره مطاله کوی او په عین حال کی دبارک اوباما ډیر داعتماد وړ قومندان دی،نوموړی قومندان تجربه او استعداد لمړی ځل دخنجر عملیاتو په نامه دافغا نستان دهلمند ولایت کی وازمویله شو چه دهغو عملیاتو دنتجی ځخه ټول وطنوال ښه خبر دی چه هرځه په ټپّه ودریدل او نن ورځ هغه غښتلی قومندان په خپلو ناکامیو با ندی اعتراف کوی او وایی چه نورو عسکرو ته ضرورت شته او دجنګ دلاری غواړی پیروزی ترلاسه کړی ولی بارک اوبا ما دهغه خپل داعتماد وړ قومندان خبره هم نه منی او وایی چه ستراتیژی با ید بدله شی، او پس داتو کالو وایی چه په افغا نستان کی دجنګ هدف په مشخصه توګه روښانه اوځرګند نه د ې ،  او دپیښو دملا متی ټول مسولیت په کرزی صاحب او دهغه په کابینه با ندی اچوې حال داچه داټولو افغانانو ته معلو مه ده چه دافغا نستان دحکومت هر اقدام او کړنه دامریکایانو په مشوره او مستقیم هدایت تر سره کیدل او کیږی چه په دی باب ډیر مثالونه موجود دي چه لیکل یی وخت غواړی او دبحث موضع هم نه ده صرف یومثال په افغا نستان کی دامریکا دمشوری انتخا بات ول تر ځو په دغه تو ګه وخپلو خلګوته په افغا نستان کی دخپلو کامیا بیو ځخه اطمنان ور کړی او جها نیانو ته وشیی چه مونږ په افغا نستان کی ددموکراسی لپاره زمینه مساعده کړی ده هغه و چه ډیر ژریی دانتخاباتو دشفافیت ځخه دفاع وکړه او وروسته دخپلی خبری ځخه ډیر ژر پیښمانه شول او دادی دوی میاشتی کیږی چه دانتخاباتو اخری نتجی یی دخپلو ګټو اوهدافو په خاطر ځنډه ولی دی او دافغا نستان دخلګو ورایوته داحترام په سترګه نه ګوری . . .

په دی نژدی ورځو کی په خپله په امریکاکی دبارک اوباما دپالیسی په باب انتقادونه او اختلا فات را پیدا شول چه په نتجه کی اوس دنوموړی ځخه لاره او ګودرورک دی او دغټ جلنچ سره مخا مخ دی هغه متل دی چه وایی چه: ( دبوی دوا مالګه ده خو که مالګه خراب شی هیځ دوا ورته نه پیداکیږی ) دامریکا دولسمشر دپالیسی په ضد خپله دده ګوند را پا ځیدلی دی او د نوموړی ځخه یی لاره ورکه کړی ده بالا خره دی ودی ته مجبور دی شو چه دهمیشه په شان  یو ځل بیا دافغا نستان په باب دنوی تګ لاری په فکر کی شي او وایی چه دافغا نستان جنګ دامریکا جنګ نه دی داڅکه وایی چه اروپایی هیوادونه دافغا نستان وجنګ ته دشک په سترګو ګوری او په دی  لته  کی دی چه با ید خپل فوځونه ژرته ژره له افغا نستان ځخه وباسی اونه غواړی چه اضافه تردی خپل اولادونه دامریکا دشخصی ګټو په خاطر په افغانستان کی قربانی کړی .

په امریکا کی دا اختلا فات اوس ډیر لوړی کچی ته رسیدلی دی او ټول تلا ش ودی ته کیږی چه د بارک اوبا ما ددوهم ځل لپاره دولسمشری وچوکی ته دبریالیتوب مخه ونیوله شی ددی هدف لپاره هم جمهوریت غو شتنکی او هم خپله دموکرات ګوند سر له اوس په هلو ځلو شروع کړی ده ،دجمهوریخواهانو هدف دهمیش په شان معلوم دی اوغواړی ددموکراتانو تر منځ اختلا فات زیاد کړی او نوموړی ګوند ضعیف کړی په دی خاطر هم جان مکین همیشه دمختلفو تلویزیونی شبکو له لاری په اوباما باندی فشار اچوی چه افغا نستان ته باید زیات نظامی فوځیان ولیږی او ددی لاری غواړی ددموکراتانو تر منځ لا ډیر اختلا ف ته لمن ووهی .داسی نه ده چه جان مکن دی دافغا نستان په غم کی وی هغوی په داسی خبرو کی چه افغا نستان ته باید نور نظامی فوځیان ولیږل شی دخپل څان ګټی او اهداف لری او غواړی چه داو باما ځخه خپل انتقام دافغا نستان په موضوع کی تر لاسه کړی جان مکن او ټول جمهوری خواهان په دی ښه پوهیږی چه که دافغا نستان دهری ډبری او لو ټی په شمارهم خارجی فوځیان افغا نستان ته ولیږل شی نتجه به یی حتمی وضروری منفی وی اوپه هغه صورت کی به جنګ نورهم شعله وراو زیات شی همدا شان دنظامیانو دتلفاتو شمیر هم لوړی کچی ته رسیږې . .

ولی ددموکراتانو ډله چه په راس کی یی دبهرنیو چارو برحاله وزیره قرار لری غواړی دبارک اوباما ځخه دخپل تیر شکست اوماتی انتقام واخلی ترځو په دوهمه دوره کی خپل هدف تر لا سه کړی په ډیره ماهرانه تو ګه دبارک او با ما په پالیسیو با ندی په لفافه اودپردی ترشاه اعتراض کوی ان تر دی حده چه ونژادی تو پیر ته په پرخه پیمانه په امریکا کی لمن وهله کیږی چه دتیری میاشتی په امریکا کی مظاهری ددی ښه مثال و ی په ظاهره دامظاهری دصحت اوسلامتیا په منظور ولی اصلی هدف بل ځه و چه هغه واوباماته اخطار ورکول ول چه په دوهمه دوره کی دبیا انتخاب هیله او ارزو زمونږ ځخه مه لره او دنژادی توپیر شعارونه هم هلته اوریدل کیدل .تر مظاهری دوی ورځی وروسته دنژادی توپیر دشعارونو په باب دامریکا د پخوانی ولسمشر جمی کارتر له خوا وبارک اوباما ته په ډاکه وویل شول او دنومړی تر غوږو تیرشول،په جواب کی بارک اوباما وویل زه فکر نه کوم چه دامریکایانوسره دی لا تر اوسه هم دنژادې تو پیر به باب سوالونه موجود وې. .

جنرال میک کریستال دبارک اوباما څخه په دی نژدو ورځو کی یوه ګیله ځرګنده کړی ده او ویلی دی له هغه ورځي چه په دغه نوې وظیفه ګمارل شوی دی تنها یوځل یی دبارک اوباما سره دمستقیمو خبرو امکان تر لا سه کړی دی نوموړی ځوځله دامریکا دولسمشر سره دمستقیمو خبرو او کتنو غښتنه کړی ده ولی بارک اوباما وهغه ته دملا قات او خبرو وخت نه دی ور کړي اونه یی هم دمیک کرستیل وګذارشاتو ته اعتبار ور کړی دی په دی لحاظ نوموړی قومندان دخپلی وظیفی ځخه په افغا نستان کی مایوسه شکاری اوهغه علاقه چه یی په عراق ترهګری سره په مبارزه کی درلوده په افغا نستان کی ددرو میاشتو په جریان کی له لاسه ورکړه . او دتروریزم سره دمبارزی نوری ټولی لاری او چاری یی دیاده ووتلی لکه ځرنګه چه له ده ځخه په افغانستان کی ټول جهان توقع درلوده اوس فقط دفوځونو په ډیر والی باندی ټینګار کوی اوبس .اودنورو د۳۰تر۴۰ زرو فوځیانوغښتنه کوی اوبه بارک اوباما باندی تو ر لګوی چه دافغا نستان دجنګ په باب توجه نه لری .

اختلافات خپله دامریکا یانو تر منځ دی ولی دافغا نستان خبره یوه بهانه ده چه په یوه اوبل با ندی یی اچوی ، اصل خبره خپله دامریکایانو له لوری هغه هم دخپله دموکراتانو له طرفه دبارک اوباما ناکامی ده فقط انتقام یی له افغا نانو ځخه اخستل کیږی او هغوی دیوه اوبل په مقابل کی استعمالوی مګرم لا هم ځینی افغانان په دی باور دی چه امریکایان په زمونږ سره کمک او همکاری وکړی اوځانونه په امریکایانو پوری تړلی بولی او دهغوی وفوځونوته سترګی په لار دی چه ګویا دهغو په راتلو په وطن ګل ګلزار شی زما په نظر داسی نه ده.. .

نور باید مونږ افغا نان با ید دجهانی ټولنی په انتظار ونه اوسیږو دا ځکه چه خپله جهانی ټولنه په راس کی امریکا په خبلو هیوادونو کی د مشکلا تو سره مخامخه ده او په هیځ وجه نشی کولای چه دافغا نستان ومشکلاتو ته دحل وخت اولاره پیداکړی او نه یی دحل کیدو توانایی لری په دی وجه هم دافغانستان په باب مختلفی بهانی کوی او دټولو ناخوالو بار دافغانانو په اوږو اچوی اوخپله دخیر په غونڼیو ځانونه ناست پولی .

دبله طرفه دغه مهال  چی له يوې خوا د افغان چارواکيو ترمنځ د انتخاباتو د پايلو په اړه سخت اختلاف رامنځته شوی او هر لوري يوبل پر تقلب او تخلف تور نوي، د دولت د مخالفينو لخواهم امنيتي ضد هڅې ګړندۍ شويدي او هره ورځ د هیواد پرجنوبی ولايتونو سربیره دشمال لورته هم دجنګ لړی خورېږی، خو دولتی چارواکی ددغو هڅو پرضد د پخوا په شان عاجز پراته دي او دخارجی قوتونو په انتظارکی دی ،او دښاغلی کرزی صاحب په شمول دمیک کریستل د۶۰ صفحه یی پلان ځخه ملا تړ کوی او دخارجی فوځونوپه ډیر والی باندی ټینګار لری ولی دافغا نستان دفوځ دتجربه لرونکو سابقه افسرانو وپیشنهادونوته ته غوږ نه ږدي او اعتماد نه ور باندی کوی او هغوی په یوه نا مه اوبل نامه متهمه وی ..

پخوا به کله کله افغان چارواکيو د بهرنيو ځواکونو پر ډېر وکړنو نيوکې کولې او هغه يی د ناوړو پېښو په رامنځته کېدلو او همدا راز د مخالفينو په بيا ژوندي کېدلوکې اغيزمنې بللې، ترڅو بهرنی لوري په خپلو اصلاحي هڅو سره د چارو د کنترول کېدلو لپاره لازمی هڅې او مرستې وکړی، خو اوس چې بهرنی لوری هم د دوه لاري پرسر حيران وارخطا ولاړ دی او نه پوهېږي چې څه وکړي او کله کله خو ضد او نقيض خبرې هم کوی، افغان لوري چې د شرايطو د سم ارزولو لپاره تر بهرنيانو ډېر حق او د قانون له مخې هم د نظر ورکولو او د چارو د سمون لپاره د طرحې وړاندې کولو صلاحيت لري، کرار ناست دي او د انتخاباتو په عمليه کې دومره ډوب دي چې کله کله خو په خپلو کې هم يوبل ته ډېرې بدی سپکی سپورې کوی، خو د امنيت په برخه کی چې د ټولو چارو د سم پر مخ بيولو لپاره بنسټيز شرط دی، هيڅ فکر هم نه کوی او دغه حالت ټولو افغانانو ته سختي انديښنی پيداکړی، هسې نه چی د دولتی چارواکيو ترمنځ سياسي تربګنۍ له يوې خوا او د مخالفينو لخوا د دولت او امنيت ضد هڅی له بلې خوا دواړه په يو وخت کې ددې سبب شی چې په مجموع کې ټول اداري او حکومتی او مديريتي سيستم ترګواښ لاندې راولي او نسبی امنيت هم له منځه لاړ شي.

په داسې شرايطوکې سخته اړتيا ده، ترڅو افغان لوري د خپلو سياسي تربګنيو پرځای د هېواد ملی مصالحوته پام وکړی او ديو قانوني لوري په توګه رامخې ته شي او ټولو بهرنيو او کورنيو لوريوته د چارو د اصلاح لپاره معقولي او منطقي او عملي لارې وښيي او هرڅوک چې د هېواد په هره برخه کې د هرې اصلاحي عمليي دپلی کولو استعداد لري، په بشپړ صلاحيت ورکولو سره د هغه ملاتړ وکړي او ددې انتظار ونه باسي چې بهرنې لوري به معجزه وکړی او په ناڅاپي توګه به چارې سمې کړی او دوی ته به د حکومت کولو او حکم چلولو فرصتونه رامنځته کړي، ځکه بهرنی لوري هم همدا اوس دومره حيران دي چی نه پوهېږي څه وکړی او څنګه د پېښو د کنترول لپاره اقدام وکړي. او ټول امنيتي پرسونل دچارو دسمون په لور وهڅوي.

اوس چې زموږ هېوادوال هره ورځ د نا امنيو د پراخېدلو شاهدان او دهرې شيبې مرګ او ژوبلې په انتظارکې ناست دي، د بي باورۍ فضا تر دومره پراخه شوی چې د کابينې وزيران هم د دولت په نامعقولو تدابيرو نيوکی کوی او دمنلو يی نه بولي، نومخکی لدی چی شرايط له کنتروله ووځي، بايد په بېړنۍ توګه عاجل او فوقالعاده امنيتي تدابير ونيسي او په عمل کې هم ثابته کړی، لکه څرنګه چی په انتخاباتوکې يی حکومت ته درسېدلو لپاره هرڅه وکړل، په رښتياهم د حکومت کولو په تدبير او حکومت پوه دی او خپلې ټولې هڅې منسجمې کولای شي. ترڅو به موسترګې د خارجيانو په لور ختلی حيران ولاړ يو.

د چاروسمون او اصلاح ترهرچا وړاندی د دولت دنده ده او دولت بايد په دغه ډګرکې خپل استعداد وښيی هسی نه چې له وژنو او ورانيو وروسته يواځی تاسف وکړی او بس

افغانان باید په خپل منځ کی په یوه اوبل باندی اعتماد وکړی او دتیرو ناخوالو ځخه دامکان تر سر حد یوه اوبل ته تیر شی او ټول باید ددی جوګه شی چه افغا نستان بدون دخارجیانو له کمک اوهمکاری جوړ کړی او خارجیانو ته باید نور دهمکاری په انتظار خپل وخت دلاسه ور نه کړی .په

یادونه :دغه لیکنه ما دخپل برداشت په اساس کړی ده،هلته بعضو مختصرو نقطو ته په خاصه توګه دامریکا دجاری سیاست په باب چه دافغا نستان په باب یی لری اشاره شوی ده.ممکن نیمګړی وی دمکمل والی لپاره یی دټولو ګرانو افغا نانو لیکوالانو کمک او همکاری ته سترګی په لاره یم .په درنښت


October 2nd, 2009


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات